د اروزګان اوسیدونکي: د روان حالت څخه د وتلو لپاره په لاریونونو لاس پوري کوو

راپور: اجمل وصال

د روزګان ولایتي شورا کي مدني فعالین، ځوانان او د ولایتي شورا استازي راټول سوي، ترڅو له رسنیو سره خبرو کي د سته حالت په تړاو خپل ږغ اوچت کړي.

نیوکي داوي، چي د تیرو درییو کلونو راهیسي دغه ولایت  د یو زندان په څیر سوی او ټولو سیمو ته د تګ راتګ لپاره لویې لاري د خلکو پرمخ تړل سوي دي.

د روزګان مدني فعالین وایې، اړدې چي د روان ناوړه حالت څخه د وتلو او مرکزي حکومت پام اړولو لپاره لاري او دولتي ودانۍ بندي او د ولایت مخي ته خیمي ودروي.

دوی وایي، د تیرو درییو کلونو راهیسي د روزګان مرکز ترینکوټ سره د ټولو ولسوالیو لپاره لویي لاري تړل سوي او د کندهار ولایت سره یوازینۍ لویه لاره هم د خلکو پرمخ تړلي پاته ده.

د روزګان ولایتي شورا مسٔوولین او غړي یې هم وایي، چي نور یې  زغم پای ته رسیدلی او دخپلو حقونو د غوښتلو لپاره به ډیر ژر لاس په کار سي.

د ولایتي شورا ریٔس امیرمحمد بارکزی او مرستیال یې محمد کریم کریمي هم وویل، دري کلونو مو یو لوی زندان په توګه په دغه ولایت کې په دې موخه ژوند وکړ، چي مرکزي دولت به پاملرنه وکړي، خو نور د مرکزي حکومت څخه عملي کار غواړو.

ولایتي شورا وایي،  روزګان د اروزګانیان لپاره د یو لوی زندان په توګه بدل سوی، هیڅوک ولسوالیو او یاهم کندهار ته سفر نه سي کولای ، ځکه ، چي لویې لاري یې پرمخ تړل سوي دي.

دوی وایي، ولسمشر یوازي تشي ژمني کړي، خو په عملي کي یې هیڅ هم نه کړي.

د روزګان ولایت مقام بیا د ولایتي شورا او مدني فعالینو د غبرګونو په تړاو وایي، دوی دیادي لویې لاري خلاصولو لپاره منظم پلانونه لري.

د ولایت مقام ویاند ادم خان جیلاني وایي، ولایتي اداره هڅه کوي، چي د لویو لارو خلاصولو لپاره نظامي پلانونه عملي او خلکو ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.

ویاند د مطبوعاتي ناستي پرمهال د یوشمیر نورو نیوکو په تړاو د څه ویلو ډډه وکړه.

تردې مخکې هم روزګاني اوسیدونکو له مرکزي دولت څخه غوښتي وه چي روزګان پاملرنه وکړي، خو داځل یې غوښتني ترپخوا جدي او د لاریونونو کولو ګواښ وکړ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...