د کندهار ولایتي اداره وايي، وروستیو اورښتونو ۱۵ سوه کورنیو ته مالي زیانونه اړولي دي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي د دوو ورځو پرلپسو اورښتونو له امله ۱۵۷۵ کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي اوهمدغه راز يې تر دېرش ډیر کسان وژلي او زخمیان کړي دي.

د مالي او ځاني زیانونو دغه شمېري لا هم دقیقي ندي.

کندهار ته له نورو ولایتونو څخه راغلی کډوال وايي، اورښتونو يې کورونه ورخراب کړي او د شپې د تیرولو ځای نلري.

دوی له ولایتي ادارې څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

اورښتونو په کندهار کي په ډيری بې پلانه ساحو کي د خلګو کورونه نړولي دي.

دکندهار ښاریان وايي، د ښاروالۍ د نه پاملرني له امله هر کال ډېر کم اورښتونه خلګو ته زیات مالي زیانونه اړوي.

دوی د کندهار له ولایتي ادارې او ښاروالۍ څخه جدي غوښتنه کوي تر څو  په ښار کي کانالیزیاسیون جوړ کړي او د ښار  څخه د اوبو ایستلو پاتاونه د ژمي تر راتګ وړاندي پاک کړي.

بلخوا دکندهار ولایتي اداره وايي، له تیرو دوو ورځو راهیسي یې له نژدې ۴۰۰ هغو کورنیو سره لومړنۍ مرستي کړي چي د اورښتونو له امله ورته زیان اوښتي وو او دغه پروسه روانه ده.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب  وايي، د یوې سروې له لاري به په ښار او ولسوالیو کي ټولو هغو کسانو ته  مرستي ورسوی چي د اورښتونو له امله زیانمن سوي دي.

دده په خبره له مرکزي ادراې يې غوښتي تر څو د کندهار ولایت لپاره د زیانمنو سوو کورنیو سره شل میلیونه افغانۍ همکاري وکړي.

د کندهار ولایتي اداره مني چي په دغه  ښار کي د کانالیزیاسیون د نه شتون له امله د اورښتونو پر مهال عامو کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.

خو زیاتوي په ښار کي د کانالیزیاسیون جوړل زیاتو لګښتونو او وخت ته اړتیا لري او دغه ستونزه یې څو ځله له مرکزي ادارې سره شریکه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...