په هلمند کي د اورښتونو له امله ۱۶ کورونه نړیدلي دي چي له امله يې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

راپور: جواد داوري

تیره شپه د لښکرګاه ښار په درې سیمو کي شاوخوا ۱۶ کورونه ونړیدل چي اوس هم احتمال سته چي یوشمیر نورو سیمو کي هم کورونه ونړیږي.

د سیمټي په سیمه کي د یو کور نړیدو له امله پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي چي په وژل سویو کي درې ماشومان او دوه لویان وه او همدارنګه په همدي کور کي څلور میرمني هم ټپیاني سوې دي.

ددې کورنۍ غړي وايي تردې وړاندي يې لښکرګاه ښاروالۍ ته خبر ورکړی و چي کورونه يې خامه دي د باران اوبه يې د کور شاوخوا دریږي خو د ښاروالۍ چارواکو کوم اقدام ونه کړ.

د لښکرګاه ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر وايي په ۷ سیمو کي چي غیر پلاني کورونه جوړ سوي دي سړک، چرۍ او د اوبو ایستلو لار نه لري له همدي امله کورونه د باران اوبو نړولي دي.

دی وايي په یوشمیر نورو سیمو کي  د نورو کورونو نړیدو احتمال هم موجود دی د ښاروالۍ کارکوونکي هڅه کوي د باران اوبه له ښاره وباسي.

په هلمند کي د اوبو د تنظیم رئیس انجنیر محمد انور ذهین وايي سږکال د باران له پیله تردې مهاله (۶۱،۳۸) ملي متره باران سوی دی چي دا په تیرو پنځو کي بې ساري اورښتونه دي.

دی وايي د وچکالۍ خطر له منځه تللي دی دوی هڅه کوي د باران اوبه مهار کړي تر څو د راتلوونکي کال د پاره کفایت وکړي.

ویل کیږي د ارغنداب سیند او هلمند کي د فرعي سیندونو اوبه زیاتي سوي دي په یوشمیر ولسوالیو کي د کورونو تر څنک کرنیزي مځکي هم زیانمني سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...