راپور: میلاد حمیدي د بټي کوټ ولسوالۍ دا سیمي له کلونو راهیسي د طالبانو په ولکه کي وې. د اوسیدونکو په وینا یې دغه څلورلاري د طالبانو د ولایت په نوم یادیده. دلته مېشت خلک وایي، چي طالبان به دلته وخت ناوخت ملکي خلک په نښه کول اوس دا هر څه بدل سوي دلته خلک له امنیتي اړخه ځان خوندي ...
Read More »د روزګان نوی امنیه قوماندان: د فساد پروړاندي یې مبارزه لومړیتوب دی
راپور: اجمل وصال سمونوال خطاب خنجري د خاصو قطعاتو پخوانی افسر تیره ورځ روزګان کي د نوي امنیه قوماندان په توګه رسمآ دنده پیل کړه. د روزګان والي او ددغه ولایت پخواني امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عظیم هاشمي نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان ته د نوي دندي د مبارکۍ ترڅنګ له هغه وغوښتل چي د پولیسو په لیکو کي ...
Read More »په بغلان کي د امنیتي وضعیت خرابوالي او د پوځي عملیاتو نه ترسره کیدل انديښني راولاړي کړي دي
راپور: نورګل اندړوال د بغلان خراب امنیتي وضعیت ددې ولایت د اوسیدونکو اندیښني زیاتي کړي او په مسٔولینو نیوکي دي چي ورځ تر بلي ددغه ولایت د لویو لارو ترڅنګ سیمي ناامنه کیږي خو امنیتي ځواکونه یې په مخ نیوي کي پاته راځي. خلک وايي د دولت د مخالفه وسله والو ترڅنګ ناامني هغه چا جوړه کړې چي له دولتي ...
Read More »په کندهار کي ښځینه پانګوالي وايي، که يې دولت لاس نیوی وکړي، د کاروبار ګټه به یې څو برابره زیاته سي
راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي ښځینه پانګوالي له حکومت څخه غواړي تر څو د کاروبار پر وړاندي يې د پرتو ستونزو په حل کي ورسره همکاري وکړي. لیلا افاق او راضیه حیدري په کندهار کي هغه دوې میرمني دي چي له کلونو راهیسي يې په دغه ښار کي پانګه مصرف کړې او اوس ورڅخه په کافي اندازه ګټه ...
Read More »د هرات ولایت اوسیدونکي: په کميسونونو کي د کمیشنرانو نوې ټاکنه په شفافیت نه ده تر سره سوې
په هرات ولایت کي یو شمیر کسان او مدني فعالان شکایت کوي چي د ټاکنو په کمیسیون کي د کمیشنرانو په نوې ټاکنه کي عدالت نه دی مراعات سوی او لوېديځه حوزه په ځانګړي توګه هرات ولایت په دې برخه کي نه دی راغلی. په همدې حال کي په هرات ولایت کي یو شمیر مدني فعالان هم ورته اندیښنه ...
Read More »د غزني د ولسوالیو اوسیدونکي وايي، مرکزي اداره دي د نوي ولایتونو په جوړلو کي له دقته کار واخلي
راپور: محمد یار مجروح دا په کندهار کي د غزني ولایت د اجیرستان ولسوالۍ اوسېدونکي دي چي نن يې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له مرکزي ادارې وغوښتل تر څو د ولسوالیو په ولایت بدلولو په برخه کي له دقته کار واخلي. دوی د جاغوري ولسوالۍد اوسېدونکو هغه ادعاوي رد کړې چي ګواکي ویلي دي د اجیرستان ولسوالۍ اوسېدونکي ...
Read More »په کندهار کي د سیلابونو له امله د وژل سويو کسانو شمیر ۲۵ تنو ته رسیدلی
راپور: مهتمم صالح د کندهار مرستیال والي وايي، امکان سته، چي دغه ارقام نور هم لوړ سي، ځکه لا تر اوسه سروې پای ته نه ده رسیدلي. بل خوا سېلاب ځپلي وايي، تر اوسه له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه ده سوي. دا هغه کسان دي، چي تر سېلابونو وروسته يې د سرپناه ځايونه د لاسه ورکړې او تر ...
Read More »په هلمند د سیلابونو له امله څه باندي ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمني سوي دي
راپور: جواد داوري په هلمند کي د سیلاب اوبو په خوشکآبې، بست کلا ،ناوه ،ګرمسیر ،خانشین او نادعلي ولسوالیو کي زیانونه اړولي دي. سیلاب ځپلي وايي د شپي پرمهال يې کورونو ته اوبه ورسیدلي یوازي يې انسانان له کورونو و ایستل حیوانان او خوراکي مواد يې په کورونو کي پاته سوي دي چي هغه اوبو وړي دي. دوی له حکومت ...
Read More »د کندهار ولایتي شورا مسٔولین وايي، د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ تر منځ سړک بايد په معیاري ډول ورغول سي
راپور: مهتمم صالح د کندهار ولايتي شورا رئیس سيد جان خاکریزوال وايي، د کندهار ښار او سپين بولدک تر منځ سړک بې کيفيته جوړيږي او مسولين ورته هيڅ پاملرنه نه کوي. دی وايي، ياد سړک بايد په معاري ډول جوړ سي ځکه دغه سړک که همداسي ورغول سي په ډېر لږ وخت کي به بیرته خراب سي. دغه راز خاکرېزوال ...
Read More »خوست کي د واورو اورښتونو له امله تر دا مهاله ۱۳۸ کورنۍ زیانمني سوي دي
راپور: سردار زیارمل د نورو ولایتونو په څير تیرو دوه ورځو خوست هم د کم سارو واورو شاهد وو. په یاد ولایت کي تازه ارقام ښيي چي، تر دامهاله ۱۳۸ کورنۍ زیانمي سوي دي . د خوست په مرکز او ولسوالیو کي د سختي واوري له امله تر دامهاله ۳ تنه ته ټپان سوي او تر ۹۰ پوري څاروي هم ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون