راپور: میلاد حمیدي
د بټي کوټ ولسوالۍ دا سیمي له کلونو راهیسي د طالبانو په ولکه کي وې.
د اوسیدونکو په وینا یې دغه څلورلاري د طالبانو د ولایت په نوم یادیده.
دلته مېشت خلک وایي، چي طالبان به دلته وخت ناوخت ملکي خلک په نښه کول اوس دا هر څه بدل سوي دلته خلک له امنیتي اړخه ځان خوندي ګڼي.
دوي وایي چي ځایي پاڅونوالو یې امنیت ټينګ کړي.
پاڅونوال وایي، چي د سر بیه به له دې سیمو ساتنه کوي خو د حکومت نه پاملرنه دوی ګیله مند کړي.
دوی وایي چي له تیرو دوو میاشتو راهیسي خپل معاشات نه دي اخیستي او وسلو او مهماتو له اړخه هم کمزوري دي.
خو سمه ییز مسئولین بیا د بټي کوټ ولسوالۍ ټولي سیمی امن یادوي او له دولتي او غیر دولتي مسسوساتو غواړي چې دلته پروژې پلی کړي.
باورونه دادي چي د هیواد په نا امنه سیمو کي محلي پولیس او ځایي پاڅونوال د امنیت په ټينګښت کي ښه رول لرلای خو بیرته نیوکي دادي چي د حکومت لخوا په سمه توګه نه حمایه کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون