راپور: محمد یار مجروح
کوچیان که څه هم اورښتونو زیانمن کړي خو اباد کال ته یې هیلي زیاتي دي.
په کندهار کي وروستیو پرلپسو اورښتونو د کوچیانو دوه زره دوه سوه مالداري له منځه وړې او همدارنګه يې ۱۱ کوچنیان وژلي دي.
د کوچیانو رئيس میرزا محمد احمدزی وايي، که څه هم د کوچیانو ژوند په اورښتونو پوري تړلی خو داځل توپاني اورښت کوچیانو ته ډېر مالي زیان اړولی دی.
دده په خبره د کوچیانو ۱۳ سوه کورنۍ بې ځایه سوي او همدارنګه يې په زیات شمېر مالداري له منځه وړل سوې ده.
د کوچنیانو رئيس زیاتوي د کوچیانوټول اقتصاد په مالدارۍ پوري تړلی خو راتلونکی کال به ورته تر بل هر وخت خوشاله کوونکي اوآباد کال وي.
دی له افغان ځواکونو څخه هم مننه کوي چې د سېلابونو پر مهال یې د هغوی سره مرسته کړې او ژغورلي یې دي.
بلخوا کوچیان وايي، د ځايي اوسېدونکو په پرتله کوچیانو ته زیات مالي زیانونه اوښتي دي چي حکومت باید ورسره همکاري وکړي.
دوی وايي، که څه اورښتونو زیانمن کړي خو آباد کال ته يې هیلي زیاتي دي.
کوچیان هم همدارنګه له افغان ځواکونو او د کندهار له ولایتي ادارې څخه د اورښتونو پر مهال د کوچیانو د ژوند ژغورلو په برخه کي له همکارۍ څخه مننه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون