د راپورونو له مخي تېره ورځ ناوخته پاکستاني او هندي ځواکونو د یو بل پر پوستو راکټونه توغولي دي او نښتي تر ډېره پوري دوام کړی دی. دواړه لوري د جګړې د پيلولو پړه پر یو بل اچوي، خو تر دې دمه د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل سوي.
د هند او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کي اړیکې ترینګلي سوې دي، خو پاکستان هڅي پيل کړي چي له ديپلوماتیکو لارو له هند سره خپله ستونزه حل کړي. هندي چارواکو تر دې دمه د پاکستان غوښتنو او د ستونزې ديپلوماتیک حل ته جواب نه دی ویلی. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هڅه کوي له هند سره مناسبات د خبرو پر مټ سم کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون