علي احمد جلالي: افغانستان کي د دايمي سولي لپاره اوږدو مذاکراتو ته اړتیا ده

ددایمي سولې او تلپاتې ثبات لپاره د سولې خبري ژر پایلي ته نه سي رسیدلای.

د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، چي د افغانستان جګړه ګڼ اړخونه لري او په دغه هېواد کي ددایمي ثبات لپاره د دوحې د سولي خبري دومره ژر پایلي ته نه سي رسیدلای. دده په خبره په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو حضور، د طالبانو له لوري د جګړې درول، په افغانستان کي د یوه قوي نظام رامنځ ته کول او دې ته ورته مسایل هغه څه دي چي ژر ورباندې توافق نه سي کیدلای.

جلالي چي دمګړی د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کي استاد دی وایي، ډیری داسي موارد دي چي طالبان په یوازي ځان له امریکا سره توافق نه سي ورباندي کولای.

دده په خبره د بهرنیو ځواکونو وتل، له تور لېست د طالب مشرانو ایستل، نظامي اډې یا دې ته ورته نور موارد د افغان حکومت له مرستې پرته نه سي حل فصل کیدلای.

هغه د سولي د خبرو ملاتړ کړی دی او په خبره هغه خبري د افغانانو په ګټه دي چي د افغانستان ملي ګټي خوندي کړي او د پردیو له روانو دسیسو افغانستان وژغوري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...