پاکستاني سوداګر: افغانستان ته صادراتو کمیدو میلیونونه ډالر زیانمن کړي یو

پاکستاني سوداګر افغانستان ته د خپلو صادراتو د کمېدو له امله اندېښمن دي.

د راپورونو له مخي پاکستاني سوداګرو د خپل حکومت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او خپله اندیښنه یې له دوی سره شریکه کړې ده.

ددوی په خبره افغانستان ته یې صادرات کم سوي دي او دې مسئلي میلیونونه ډالر زیان ورته اړولی دی.

پاکستاني سوداګر وایي، په تولیداتو کي یې د پام وړ کموالی راغلی، لسګونه کارکوونکي یې وزګار شوي دي، تولید سوي توکي یې خراب سوي دي او ددې اړتیا ده، چي بیرته یې افغانستان ته صادرات ډیر کړل سي.

دوی له پاکستاني حکومت غوښتي چي د افغان حکومت له مشرانو سره خبري وکړي او په دې توګه ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکي ورغوي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...