امیریکن کانورسیشن: افغانستان کي زمونږ حضور بې مانا او د امريکا په خير نه دی

په افغانستان کې د روانو جګړو لپاره هېڅ ډول بشردوستانه دلیل نسته .

د امیریکن کانوریسشن نشریه په خپل یوه مطلب کي لیکي، ډېری بهرني ځواکونه په افغانستان کي د خپل حضور او جګړې لپاره دا دلیل راوړي، چي ګواکي دوی د بشري حقونو دپالني او ساتنې لپاره هلته دي.

سرچینه زیاتوي په افغانستان کي د رواني جګړې او بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره هېڅ راز بشردوستانه دلیل نسته دی او نه هم دا پلمي د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره کافي دي. نشریه زیاتوي افغانستان یو مشروع حکومت لري او نړیوال کولای سي ددغه حکومت د ملاتړ له لارې بشري او نور مدني حقوق خوندي کړي. یادې نشریې پر امریکا ږغ کړی، چي ژر تر ژره دې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي او پر ځای یې دي په امریکا کي د زده کړو، روغتیايي خدماتو، ښاري انکشاف او دې ته ورته مسایلو په برخه کي امریکایي وګړو ته خدمت وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...