د غزني د ولسوالیو اوسیدونکي وايي، مرکزي اداره دي د نوي ولایتونو په جوړلو کي له دقته کار واخلي

راپور: محمد یار مجروح

دا په کندهار کي د غزني ولایت د اجیرستان ولسوالۍ اوسېدونکي دي چي نن يې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له مرکزي ادارې وغوښتل تر څو د ولسوالیو په ولایت بدلولو په برخه کي له دقته کار واخلي.

دوی د جاغوري ولسوالۍد اوسېدونکو هغه ادعاوي رد کړې چي ګواکي ویلي دي  د اجیرستان ولسوالۍ اوسېدونکي ورسره موافق دی تر څو دغه ولسوالۍ په ولایت بدله سي.

د اجیرستان ولسوالۍ د ملاخیلو قوم د شورا مشر قومندان ملاخېل د خبري کنفرانس پر مهال وویل د اجیرستان د پښتنو او جاغوري ولسوالۍ د هزارو تر منځ له وخته ستونزي موجودي دي خو که دغه ولسوالۍ په ولایت بدله سي، ستونزي به نوري هم زیاتي سي.

ده دا هم وویل جاغوري د غزني مرکز ته نژدې ولسوالي ده او مرکزي اداره باید لیري ولسوالۍ په ولایت بدله کړي.

د راپورونو له مخي افغان حکومت غواړي د ټول افغانستان په کچه پنځه بیلابیلي ولسوالۍ په ولایتونو بدلې کړي چي د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ هم پکښي شامله ده.

تر دې وړاندي هم د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي شپږ ورځي د کندهار کابل لویه لار د مسافرو پر مخ ځکه تړلې وه چي په وینا یې دغه ولسوالۍ دي په ولایت بدله سي.

د اجیرستان اوسېدونکي وايي، که يې ږغ وانه ورېدل سي په احتجاجي غونډو به لاس پوري کړي.

اجیرستان د غزني دپښتون میشتو ولسوالي ده چي له غزني ولایت څخه د شاوخوا ۱۸۰ کیلومتره په اندازه لیري په شمال کي پرته ده.

افغان حکومت وايي، هغه ولسوالۍ به په ولایتونو بدلي سي چي د ولایتونو له مرکزونو څخه په لیري واټن پرتې وي او زیاته نفوس ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...