د هرات ولایت اوسیدونکي: په کميسونونو کي د کمیشنرانو نوې ټاکنه په شفافیت نه ده تر سره سوې

 

په هرات ولایت کي یو شمیر کسان او مدني فعالان شکایت کوي چي د ټاکنو په کمیسیون کي د کمیشنرانو په نوې ټاکنه کي عدالت نه دی مراعات سوی او لوېديځه حوزه په ځانګړي توګه هرات ولایت په دې برخه کي نه دی راغلی.

په همدې حال کي په هرات ولایت کي یو شمیر مدني فعالان هم ورته اندیښنه لری او وايي، د کميشنرانو د شارت لیست لړۍ شفافه او عادلانه نه وه ، او په دې برخه کي ټاکني نسي کولای، د هیواد د راتلونکو ټاکنو لړۍ ړنتیا تضمین کړي.

له بلې لوري د هرات ولایت د ولایتي شورا یو شمیر غړي هم وايي، تل د هراتي وګړو د تمدن اوسوله ایزې روحيې څخه ناوړه ګټه اخیستل سوې ده او په مهمه پروسو کي د پامه غورځول سوي دي.

دا کسان په داسي حال کي د ټاکنیزو کمیسونونو د غړو د ټاکلو پروسه غیر شفافه بولي چي د دواړو کمیسونونو غړو تیره ورځ لوړه وکړه او خپل دندي یې پیل کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...