د ناټو ملکي استازی نېکولاس کي، نن کابل ته را رسېدلی دی او له سفر واړندې يې افغانستان ته په راتګ لېوالتيا ښودلې وه او ويلي يې دي چي افغان سولي پروسه کي به مهم رول ولوبوي. نېکولاس کې؛ ويلي، افغانان هيله لري چي ۲۰۱۹ کال به د سولي کال وي او ناټو هم په تمامه مانا هڅه کوي، چي هلته سوله راولي. نېکولاس کې؛ د کارنيليوس ځای ناستی ټاکل سوی. نیکولاس کې له دې وړاندي کابل کي د بريټانيا د سفير په توګه هم دنده تر سره کړې ده او نن یې کابل کې د ناټو د ملکي استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون