خلیلزاد: په دوحه کي له طالبانو سره مخامخ خبري ادامه لري

امریکا وایي له طالبانو سره یې خبرې رواني دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، تر دې دمه له طالبانو سره خبري رواني دي، خو کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. دده په وینا خبرې روانې دي او ددایمي ثبات لپاره به په ارامه خو پیاوړي ګامونه اخیستل کېږي.

نوموړي په یوه ټوېټ کي ویلي، چي په دوحه کي یې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي دي.

دده په وینا دواړو ماښامنۍ یو ځای خوړلي ده او پر افغان سوله یې بحثونه لرلي. خلیلزاد وایي د افغانستان سوله د ټولو هېوادونو په ګټه ده او دا نیک ګام دی، چي د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان له دغه پروسې هرکلی او ملاتړ کوي. دده په خبره د افغانستان ګاونډیان او سیمه ییز هېوادونه باید د سولې په برخه کي د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو کي هېڅ راز مرسته و نه سپموي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...