واشنګټن ټایمز: دوحه کي د ځواکونو د وتلو پر مهال ویش اختلاف موجود دی

د طالبانو او امریکا ترمنځ د بهرنیو ځواکونو د مهالوېش پر سر اختلاف دی.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه پخپل یوه راپور کي وایي، امریکايي حکومت غواړي چي تر ۲۰۲۴ کال پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي، خو طالبان بیا په یوه کال کي د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

واشنګټن ټایمز لیکي چي په همدې لړ کي د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې پېچلتیا ته د ننه سوي دي خو دا هڅه سته ده، چي خبرې مثبتې پایلو ته ورسېږي. ورځپاڼه لیکي چي ښايي په همدې موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوحې ته لاړ سي او د اختلافي مواردو پر سر له طالب استازو سره خبرې وکړي. دمګړی د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کي خبرې رواني دي خو له دې مذاکراتو هېڅ راز رسمي معلومات د طالبانو یا هم امریکا له لوري رسنیو ته نه دي ورکړل سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...