د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات نن اوومه ورځ هم دوام کوي.
ددواړو لورو ترمنځ روانو مذاکراتو کي د پرمختګونو خبره کیږي، خو تر څنګ یې اختلافي موارد هم سته.
په قطر کي موثقو سرچینو ویلي، چي دمګړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د نظامي اډو پر سر اختلاف روان دي.
سرچینه وايي، امریکا له افغان خاورې دوی ته د تهدید نه متوجه کیدلو او پر وخت دغه تهدید ته د جواب ویلو په پلمه د یوې نظامي اډې غوښتونکې ده، خو وسله وال طالبان یې له منلو انکار کوي. یاده خبره په رسمي توګه د قطر دفتر او یا هم امریکايي لوري نه ده تایید کړې، خو تر دې وړاندې هم داسي راپورونه خپاره سوي وو، چي د طالبانو او امریکا ترمنځ د نظامي اډو د موجودیت او یا لرې کولو پر سر اختلافات پر خپل ځای دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون