د ملګرو ملتونو امنیت شورا: القاعده لا هم په افغانستان کي د امنو مرکزونو په لټه کي ده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خپاره سوي راپور کي راغلي، چي القاعده شبکه لا هم په افغانستان کي د امنو مرکزونو په لټه کي ده او له ګنو وسله والو ډلو سره قوي اړیکي لري.
په راپور کي راځي چي د القاعدې او طالبانو ترمنځ لا هم پیاوړې اړیکي موجودي دي او په ګڼو برخو کي همکاري لري. سرچینه زیاتوي داعش ډله لا هم په افغانستان کي قوي حضور لري او تر دې دمه دا هڅه کوي چي ځان ته خوندي او پراخ مرکزونه جوړ کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، ددغه دوو ډلو پر ضد باید پر وخت اړین اقدامات ترسره سي او د لا پیاوړتیا مخه یې ډب سي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسي مهال دغه راپور خپروي چي افغان حکومت په افغانستان کي دداعش او القاعده ډلي حضور کمزوری او دغه ډلې ځپل سوي بولي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...