راپور: مهتمم صالح
د کندهار ولايتي شورا رئیس سيد جان خاکریزوال وايي، د کندهار ښار او سپين بولدک تر منځ سړک بې کيفيته جوړيږي او مسولين ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.
دی وايي، ياد سړک بايد په معاري ډول جوړ سي ځکه دغه سړک که همداسي ورغول سي په ډېر لږ وخت کي به بیرته خراب سي.
دغه راز خاکرېزوال وايي، د دوی ټېمونه د وروستيو سېلاب ځپلو سره د مرستي لپاره سروې کوي ترڅو د مستحقو کسانو سره مرستي وکړي.
د ولایتي شورا رئيس د هغه ملي سوداګرو څخه مننه وکړه، چي د سېلابونو پر وخت يې د سېلاب ځپلو سره مرستي کړي وې.
بلخوا د ولایتي شورا غړی نعمت الله شېردلي د طبعي پېښو په وړاندي د مبارزې وزارت هغه څرګندوني وغندلي، چي ګواکي په کندهار کي سېلابونو زيانونه نه دي رسولي.
دی وايي، سېلابونو په کندهار کي ۱۴ کسان وژلي، يو شمېر کسان يې ټپيان کړي او دغه راز په سلګونه کورونه يې نړولي دي.
د ولايتي شورا رئيس دغه راز د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې سره یوه تفاهمنامه هم لاس ليک کړه چي له مخي به یې پنځه بې وزله محصلين په دوو پوهنځيو اقتصاد او حقوق کي په وړيا ډول زده کړي وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون