راپور: نورګل اندړوال
د بغلان خراب امنیتي وضعیت ددې ولایت د اوسیدونکو اندیښني زیاتي کړي او په مسٔولینو نیوکي دي چي ورځ تر بلي ددغه ولایت د لویو لارو ترڅنګ سیمي ناامنه کیږي خو امنیتي ځواکونه یې په مخ نیوي کي پاته راځي.
خلک وايي د دولت د مخالفه وسله والو ترڅنګ ناامني هغه چا جوړه کړې چي له دولتي امکاناتو نه ګټه پورته کوي او خپله د حکومت اړوند کسان دي.
دبغلان والي عبدالحی نعمتي وايي هڅه یې د خراب امنیتي وضعیت بدلون دی او آمنیتي سکتور د نظامي شورا د پریکړي پربنسټ وړاندیزونه لوړ پورړو چارواکو ته رسولي او ژر به د لویو لارو په ناامنه سیمو کي تحکیمات رامنځ ته سي ترڅو وسله وال مخالفین پرې برلاسي نه سي.
دبغلان اوسیدونکي وايي چي حکومت ورته هرکال دژمي او د پسرلي د موسمونو له پیل سره د پوځي عملیاتو د پيل ژمني ورکوي او عملیات هم په مقطعي ډول ددې ولایت په یو شمېر برخو پیل کیږي خو تر نیول کیدو وروسته بیرته سیمي طالبانو ته پریښودل کیږي او ځواکونه ترې شاتګ کوي .
اوس ځيني امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط وايي چي ددې ولایت په یو شمیر برخو به پوځي عملیات ډير ژر پیل سي او د ساتلو لپاره یې هم داځل چمتووالي نیول سوی دی .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون