په کندهار کي وروستیو اورښتونو ۸ کسه مړه کړي او۱۴ نور ټپيان دي

راپور: محمد یار مجروح

د جمعې ورځي له دریو بجو راهیسي بیا د شنبې تر ورځې د غرمې تر ۱۲ بجو پوري پرلپسو اورښتونو په کندهار کي دمالي تاوانانو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د کندهار د روغتیا مسؤلین وايي،د ورستیو اورښتونو له امله په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۸ کسه مړه سوي او ۱۴ نور ټپيان سوي دي.

د کندهار ولایت د روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، میرویس حوزوي روغتون ته د ښار او بیلابیلو ولسوالیو ورته زخمیان راوړل سوي چي اورښتونو ډېر ځاني تلفات په سپين بولدک ولسوالۍ کي اړولي دي.

ورستیو پرلپسې اورښتونو د ښار په پرتله په ولسوالیو کي زیات مالي تلفات اړولي دي.

دکندهار ښاروالي وايي، ورستیو اورښتونو د ښار په بیلابیلو برخو کي ۴۵ کورونه هم نړولي دي.

د کندهار سرپرست ښاروال محمدنسیم رضايي وايي، د اورښتونو فیصدي د شپې پر مهال ډیره لوړه وه چي دښار په ۳، ۹، ۱۲، ۱۳ او ۱۵ ناحیه کي يې زیات کورونه خراب کړي دي.

دده په خبره ولایتي ادارې کمېټه ټاکلې تر څو د اورښتونو له امله د زیانمنو سوو کورنیو سره مرسته وکړي.

په کندهار کي د ورستیو اورښتونو له امله د ارغنداب، ژړۍ، میوند او پنجوايي او ځینو نورو ولسوالیو کي د سیلابونو له امله په سیمو کي بند کسان د افغان ځواکونو لخوا د الوتکو په مرسته ژغورل سوي او خوندي سیمو ته وړل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...