د هلمند پانکه والو له حکومت څخه شکایت کوي چي کاري چاپیریال يې نه دی ورته مساعد کړی

راپور: جواد داوري

په لښکرګاه کي شاوخوا ۲۵ خصوصي او دوه دولتي فابریکې فعالیت کوي خو د حکومت د نه پاملرني له امله يې کارونه له ستونزو سره مخ دي.

ددې فابریکو مسٔولین وايي د استوګني په کورونو کي يې ماشین الات ځای پرځای کړي دي. شاوخوا کورونه يې د ماشینونو د ږغ سره په تکلیف دي او همدارنګه د بریښنا د نشتون له امله ډیزلي بریښنا اقتصادي ورته تمامیږي.

دوی وايي تولیدات يې په لوړ قیمت ورته تمامیږي خو بازار کي ورته تولیدات له بهر څخه راځي او قیمتونه يې هم ټیټ وي خو بیا هڅه کوي کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي.

په لښکرګاه د خصوصي فابریکو دغه مسٔولین وايي که حکومت د ځای او بریښنا ستونزه ورته حل کړي په تولیداتو کي به يې ډیروالي راسي او د بهرنیو تولیداتو مخه به ونیسي.

پرهمدي مهال په هلمند کي د سوداګري خونو مشر علي احمد ناصري وايي په دې تړاو يې څو ځلي د هلمند محلي او کابل کي مرکزي چارواکو ته وړاندیزونه کړي دي خو کوم پرمختګ نه سوي.

ناصري زیاتوي د هلمند سوداګر چمتو دي په تولیدي برخه کي پانګونه وکړي خو حکومت پاملرنه نه لري له همدي امله پانګه وال زړه نه ښه کوي چي لوي فابریکي فعاله کړي.

په هلمند کي د روانو نا امنیو له امله د یوشمیر کارځایونو وسایل او ماشین الات غلا سوي خو بیرته په لږو امکاناتو پانګه والو فابریکي فعاله کړي دي ان حکومت يې د امنیت په ټینګښت کي هم پاته راغلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...