تازه!
د افغانستان تېز بالر او تکړه لوبغاړی افتاب عالم د نړیوال جام د سیالیو له پاره د ملي لوبډلي څخه و ایستل سو او بیرته به افغانستان ته را ستون سي.
د افتاب عالم پر ځای به احتیاطي لوبغاړی (سید شېرزاد) په را روانو لوبو کي و لوبیږي.
که څه هم افغان کرکټ بورډ او کرکټ نړیوالي شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو داسي ویل کیږي، چي افتاب عالم ډيسيپلېن نه وو مراعت کړی، چي پر دې اساس د لوبډلي څخه ایستل سوی.
دا په داسي حال کي ده، چي افغان ملي لوبډلي په روان نړیوال جام کي يوه لوبه هم نه ده ګټلې او دا لوبډله د دې نړیوال جام تر ټولو بې اتفاقه لوبډله بلل کېدای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون