راپورونه

په روزګان کي شنو خونو ښه نتیجه ور کړې ده

د روزګان مرکز ترینکوټ یو شمېر بزګران وايي، چي په ‌دې ولایت کي شنو خونو ښه نتیجه ورکړې او د کوکنارو د کښت غوره بدیل يې بولي. ډېر بزګران چي مخکي یې پر خپله مځکه کوکنار کرل، اوس دولت په یوه جریب مځکه کي شنه خونه ورته جوړه کړې او سبزيجات پکښي کري. دوی وايي چي اوس یې له کوکنارو ...

Read More »

د ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ مشاورین د اټومي وسلو د کنټرول په اړه سلا او مشورې پیلوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، چي ده او امریکایي سیال یې ډونالډ ټرمپ خپلو د بهرنیو چارو وزیرانو ته امر کړی، چي د اټومي وسلو د کنټرول په اړه سلا او مشورې پیل کړي. پوتین دغه څرګندوني پرون د جاپان په اوساکا ښار کي د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هيوادونو د سرمشریزي په پای کي وکړې، خو ...

Read More »

اروپا کولای سي تهران له بندیزونو وژغوري

د ایران دولتي ټلوېزیون وايي، دا په اروپا پوري اړوند ده څو تهران د امریکا له تازه بندیزونو وژغوري. د دې رسنۍ په وینا، پاریس، لندن او برلین باید د دې بندیزونو د مخنیوي له پاره خپله ژمنتیا په ډاګه کړي. د ایران دولتي ټلوېزیون د شنبې په ورځ همدارنګه وویل، باید له پاته فرصتونو څخه فرانسه، جرمنی او بریتانیا، ...

Read More »

په قطر کي د امریکا او طالبانو تر مینځ اووم پړاو خبري پیل سوې

د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې چي پرون د شنبې په ورځ ماپښین مهال پیل سوي، ډېري حساسي دي. دا خبره د سولي په خبرو کي د ښکيلو لورو چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط لویدیځو خبري آژانسونو ته کړې ده. که څه هم په دوحه کي د افغانستان د ...

Read More »

روغتیا وزارت: د نشه یانو ستونزو ته باید جدي پاملرنه وسي

د افغانستان د روغتیا وزارت خبرداری ور کوي، که په دې هېواد کي په نشه یي توکو د روږدېدو ستونزي ته جدي پام ونه سي نژدې راتلونکي کي به انساني ناورین رامنځته سي. د یاد وزارت چارواکي وايي، هر په نشه روږدی کس په بېلا بېلو ډولونو څو تنه نور له ځان سره معتادولای سي، چي په وینا یې دمګړی ...

Read More »

د کندهار استناف محکمې د ۱۶ کسانو علني محکمه وکړه

رپوټ: محمد یار مجروح د کندهار د استناف محکمې د ۱۶ هغه کسانو علني محکمه وکړه، چي بېلابېل جنايي جرمونه يې کړي وه. د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نيول سوو کسانو ته له دوو کلونو څخه تر ۳۰ کلونو سزا واورول سوه. د کندهار د استناف محکمې رئیس قضاوتيار ذبیح الله ابراهيمي وايي، يادو کسانو په خپله ...

Read More »

په کندهار کي ۴۰ وسله وال نیول سوي دي

کندهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، دغه وسله والو د کندهار او سویلي ولایتونو تر څنګ په نورو ولایتونو کي هم وسله وال تروریستي فعالیتونه کول. ده زیاته کړه، یادو نیول سوو وسله والو قومي مشران، دیني عالمان او دولتي مامورین په نښه کول او دغه راز پر افغان ځواکونو ...

Read More »

محمدعوض نظري: د شخصي سلیقې پر اساس له دندي لیري سوی یم

رپوټ: محمد یار مجروح د کندهار د پوهني ریاست ته د ولایتي مسئولینو د نه پاملرني له امله ډېر وخت کوچنۍ ستونزي په لویو جنجالونو اوړي. د پوهني ریاست د احمدشاه بابا لېسې آمر محمدعوض نظري منفق کړی، خو نوموړی ځان برحاله آمر بولي. محمدعوض نظري د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چي حقوق يې تلف سوي او د ...

Read More »

آرجینټاین د کوپا امېریکا سیمي فاینل ته و وتی

د کوپا امېریکا په کوارټر فاینل کي ارجینټاین لوبډله د وېنزویلا سره راوتلې وه، چي ۲ پر صفر ارجینټاین وګټل او د داغه جام سیمي فاینل ته و وتل، چي هلته به د برازیل سره و لوبیږي. د دې لوبي د شروع په لسمه دقیقه کي د ارجینټاین (لوټارو مارټېنیز) یو ښه ګول وېنزویلا ته ورکړ او لوبه ئې ۱ ...

Read More »

په بغلان کي دپوهني وزارت درسي کتابونه په ښار کي خرڅيږي

رپوټ: نور ګل اندړوال دبغلان د ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش وايي، چي د دې ولایت په زیاتو ښوونځیو کي درسي کتابونه نه سته او ادعا کوي، چي د پوهني وزارت چاپ سوي کتابونه د بغلان په ډېرو کتاب پلورنځيو کي په ازاد ډول خرڅیږي. عطاش ادعا کوي چي د پوهني وزارت کتابونه د یو شمېر ښوونځيو مدیران په ...

Read More »