آرجینټاین د کوپا امېریکا سیمي فاینل ته و وتی

د کوپا امېریکا په کوارټر فاینل کي ارجینټاین لوبډله د وېنزویلا سره راوتلې وه، چي ۲ پر صفر ارجینټاین وګټل او د داغه جام سیمي فاینل ته و وتل، چي هلته به د برازیل سره و لوبیږي.
د دې لوبي د شروع په لسمه دقیقه کي د ارجینټاین (لوټارو مارټېنیز) یو ښه ګول وېنزویلا ته ورکړ او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
اوله نیمایي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو په دوهمه نیمایي کي د ارجینټاین (لو سیلسو) په (۷۵یمه) دقیقه کي د وېنزویلا د ګولي د غلطي څخه ښه استفاده وکړه او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه د ارجینټاین په ګټه خلاصه سوه.
په دې لیګ کي نن سهار چيلي هم د کولمبیا څخه کوارټر فاینل لوبه وګټل او سیمي فاینل ته و وتل، چي هلته به یا د یوروګوای او یا هم پیرو سره لوبیږي.
د یادوني وړ ده، چي د ارجینټاین و برازیل سیمي فاینل را روانه چهارشنبه د سهار پر پنځه بجې دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...