محمدعوض نظري: د شخصي سلیقې پر اساس له دندي لیري سوی یم

رپوټ: محمد یار مجروح

د کندهار د پوهني ریاست ته د ولایتي مسئولینو د نه پاملرني له امله ډېر وخت کوچنۍ ستونزي په لویو جنجالونو اوړي.

د پوهني ریاست د احمدشاه بابا لېسې آمر محمدعوض نظري منفق کړی، خو نوموړی ځان برحاله آمر بولي.

محمدعوض نظري د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چي حقوق يې تلف سوي او د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون د دولتي واک څخه په استفادې د شخصي سلیقې پر اساس له دندي لیري کړی دئ.

نوموړي دا هم وویل، تر څو چي د پوهني د رئيس سره يې دعوه په قضايي ارګانونو کي پایته رسیږي او ټاکلی هیئت نظر ورکوي، خپلي دندي ته به ادامه ورکړي.

د ده په خبره که څوک د خپل وظیفوي صلاحیت څخه په استفاده د حق ږغ د راپورته کولو  مخه نیسي، دا به د ځوانانو د مایوسه کولو د پروسې شروع وي.

په ورته وخت کي د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پيوستون وايي، د احمدشاه بابا لېسې آمر محمدعوض نظري منفق دئ او پر ځای يې بل آمر ټاکل سوی دئ.

دی زیاتوي، د نوموړي شکایت چي څو ورځي وړاندي يې د پوهني وزارت ته کړی وو، څېړل سوی او د ده د منفقۍ په اړه نوې مصوبه رارسېدلې او دوی به قانوني اجراأت وکړي.

د ده په خبره د پوهني په برخه کي چاته په زور د لاس وهلو اجازه نه ورکوي، خو که محمدعوض نظري خپله منفقي شخصي ستونزه یادوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته دي مراجعه وکړي.

په کندهار کي زیات شمېر کسان د پوهني په برخه کي پرتې ستونزي او دا ډول جنجالونه هغه څه بولي، چي معارف يې فلج کړی دئ.

دوی له لویه سره د پوهني په برخه کي دغه ډول ستونزي جدي بولي او له ولایتي مسؤلینو څخه غواړي، تر څو د حل له پاره یې ژر تر ژره لاس په کار سي او د پوهني په بهیر کي زورواکانو ته د لاسوهني اجازه ور نه کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...