په قطر کي د امریکا او طالبانو تر مینځ اووم پړاو خبري پیل سوې

د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې چي پرون د شنبې په ورځ ماپښین مهال پیل سوي، ډېري حساسي دي.
دا خبره د سولي په خبرو کي د ښکيلو لورو چارواکو د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط لویدیځو خبري آژانسونو ته کړې ده.

که څه هم په دوحه کي د افغانستان د سولي له پاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال مشر او د طالبانو د دوحه د دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوو ترمنځ د پیل سوو خبرو جزئیات نه ‌دي په ډاګه سوي، خو یوه جګ ‌پوړي امریکایي چارواکي چي نوم یې پټ ساتل سوی رویټرز آژانس ته ویلي، چي دواړه لوري د هیلو یو رښتنی احساس کوي، هغه رواني خبري حساسي وبللې، چي په وینا‌ یې یا به جوړجاړی وسي یا هم ښایي نه.

په قطر کي د طالبانو یوه مشر چي د هغه نوم هم پټ ساتل سوی ويلي، چي دغه خبري به ډېري حساسي وي.

د دواړو لورو ترمنځ د دغه اووم پړاو خبرو تر پیلېدو دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته په سفر کي ورته هیله ښودلې او ویلي یې وه، چي د سپټمبر تر لومړۍ نېټې یعني شاوخوا دوو میاشتو کي به د سولي یو تړون وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...