راپورونه

په کندهار کي د ځينو نوماندانو د ټیمونو مسئولین وايي د رایو بیا شمېرنه دي ودرېږي

رپوټ: خالد همت له ټاکنو څخه څو میاشتي تېریږي، خو لا یې هم پایلي نه دي اعلان سوي، خو درملوک کمپنۍ يې د بایومېټریک رایو بیا شمېرنه پيل کړې، چي په ټولو ولايتونو کي د ځينو محلونو رايي شمېرل کيږي. خو ځیني نوماندان نه غواړي چي بیا ځل دي رایي وشمېرل سي. په کندهار کي د ټاکنو کمېسیون مخته، د ...

Read More »

په بغلان کي د محصلانو ورځ په نیوکو سره ولمانځل سوه

رپوټ: نورګل اندړوال د بغلان د اطلاعات او کلتور ریاست په مرسته یو شمېر محصلانو د محصل ورځ د یوې غونډي په ترڅ کي لمانځلې، خو په غونډه کي دمحصلانو پر ستونزو خبري لږ او اصلي موضوع دا ګرځېدلې چي ولي د دولتي ادارو او د علمي مرکزو مسئولینو په دغه غونډه کي برخه نه ده اخیستې. دوی وايي ټولو ...

Read More »

قطر ته تللي مدني فعالانو او سياسي شنونکو له طالبانو سره د افغانانو غوښتني شريکي کړي دي

 قطر ته د مدني فعالانو او سياسي شنونکو د تللي پلاوي استازي وايي، له طالبانو سره يې د افغانانو غوښتني شريکي کړې او هغوى هم ژمنه کړې چي د بهرنيانو له وتلو وروسته له افغانانو سره خبري پيلوي. د مدني فعالانو او سياسي شنونکو په دغه پلاوي کي اسماعيل يون، نظرمحمد مطمئن، فيض ځلاند، شفيع اعظم، خيرالله شينواری، ولي الله ...

Read More »

د امريکا سفير د هغي پرېکړي ملاتړ کړى چي له طالبانو سره يې د بنديانو د تبادلې پروسه ځنډولې ده

په کابل کي د امريکا سفير د ولسمشر غني د هغې پرېکړي ملاتړ کړى چي له طالبانو سره يې د بنديانو د تبادلې پروسه ځنډولې ده. تېره اوونۍ ولسمشر غني اعلان وکړ چي په کابل کي د افغان امريکايي پوهنتون د دوو استادانو (يو امريکايي او يو اسټراليايي) په بدل کي د طالبانو درې مهم غړي چي يو د حقاني ...

Read More »

عبدالله عبدالله: که کمېسیون د رایو بیا شمېرنه و نه دروي دوی به يې په اړه نوري پرېکړي وکړي

ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایو بیا شمېرنه او تفتیش ونه دروي، دوی به یې په اړه نوري پرېکړي وکړي. که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۲۸ ولایتونو کي د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش ځنډېدلی بهیر پیل کړ، خو د تېر په څېر یو شمېر انتخاباتي ...

Read More »

په کندهار کي د کمانډو ځواکونو د روزنيز مرکز څخه دوه سوه تنه فارغه سول

رپوټ: مهتمم صالح په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول د ځانګړو ځواکونو د روزنیز مرکز څخه په لومړي ځل ۲۰۰ تنه د کمانډو ځواکونو افسران، بريدملان او سربازان تر ۳ مياشتنيو زده کړو وروسته فارغه سوه. په دغه اړه په جوړ سوو مراسمو کي د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان ډګروال محمد فريد احمدي وويل، چي د هيواد په ټولو ...

Read More »

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رایو د بیا شمېرلو او تفتیش بهیر له سره پيلوي

د کمېسيون مشري حوا علم نورستانۍ خبريالانو ته وویل، چي دا پرېکړه یې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره د موافقې له مخي کړې ده. حوا علم نورستانۍ وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه ځلي خبرو او بحث وروسته د رایو د بیا شمېرني او تفتیش بهیر له سره پيلوي. هغې له ټولو ټاکنیزو ...

Read More »

د فرانسې حکومت تائید کړه چي د روسیې او اوکراین ولسمشران به مخامخ سره و ویني

د فرانسې حکومت تائید کړه چي د روسیې او اوکراین ولسمشران به راتلونکي میاشت مخامخ سره و ویني. د فرانسې د حکومت په وینا، پاریس به راتلونکې میاشت د اوکراین په اړه د څلور اړخیزي غونډي کوربه وي. په غونډه کي به پر هغو پرمختګونو خبري وسي چي د منسک د توافق پر اساس یې اټکل سوی وو. په پاریس ...

Read More »

ولسمشرغني د وړاندي سوي تحصیلي نصاب سرچینې ضعیفي وبللې

ولسمشرغني، د وړاندي سوي تحصیلي نصاب سرچینې ضعیفي وبللې  او پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، وې ویل چي اکاډمیک بنسټونه باید د ملي یووالي ممثل وي او فارغان یې د هيواد له اساسي قانون څخه بنیادي درک ولري. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کي راغلي چي د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د هيواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ...

Read More »

وسله والو طالبانو د خپلو درو غړو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امریکا اچولې ده

وسله والو طالبانو د خپلو درې غړو او افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امریکا اچولې ده. طالبان وايي، امریکايي لوری تېره اوونۍ نه دئ توانېدلی، چي دغه تبادله د افغانستان په کوم ځای کي وکړي. د دغه ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد ځینو رسنیو ته ويلي چي د بندیانو تبادله د اوس ...

Read More »