رپوټ: خالد همت
له ټاکنو څخه څو میاشتي تېریږي، خو لا یې هم پایلي نه دي اعلان سوي، خو درملوک کمپنۍ يې د بایومېټریک رایو بیا شمېرنه پيل کړې، چي په ټولو ولايتونو کي د ځينو محلونو رايي شمېرل کيږي.
خو ځیني نوماندان نه غواړي چي بیا ځل دي رایي وشمېرل سي.
په کندهار کي د ټاکنو کمېسیون مخته، د دغه نوماندانو د ټیمونو له خوا لاریون وسو.
لاریون کوونکي وایي، چي د دوی سره د ټاکنو کمېسیون وعده کړې وه، چي رایه به نه شمېرل کیږي، خو هغوی په خپلو ژمنو وفا نه وکړل اوس یې بیا رایې شمېرني پیل کړې.
بلخوا د کندهار د ټاکنو کمېسيون رئیس ايمل عبدالله وايي، دوی د ۷۴۱ محلونو پنځوس سلنه رايي شمېرلي او پاته پنځوس سلنه به هم په څلورو ورځو کي وشمېرل سي.
دی وايي، د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر نه سي کولای چي رايه شمېره ودروي ځکه مرکزي کمېسيون ورته امر کړی دئ.
تر اوسه د ولسمشريزو ټاکنو د رايو لومړنۍ پايلي هم نه دي معلومي سوي، په کندهار کي سوداګر هم وايي، دغه پايلو پر سوداګرۍ او پانګوني هم ډېري منفي اغېزي کړي او پانګه وال نه غواړي پانګونه وکړي، ځکه هغوی نه غواړي خپله سرمايه په خطر کي واچوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون