پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ له خوا د دوو جنګي جنایات کوونکو بخښل وغندل

پخواني ولسمشر حامد کرزي د دونالد ټرمپ لخوا د دوو جنګي جنایات کوونکو بخښل په سختو ټکو غندلي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له خوا د هغو سرتېرو عفوه، چي افغانان یې وژلي او د جنګي جنایاتو مرتکبین دي، په کلکو ټکو غندلي.

حامد کرزي له دفتره په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي، د دغو سرتېرو عفوه له ټولو بشري اصولو او موازینو سره په ټکر کي ده او زیاتوي چي د امریکا حکومت په خپلي دغه پرېکړي سره ثابته کړه، چي دوی هيڅ ډول انساني ارزښتونو ته او په خاصه توګه د افغانانو ژوند ته درناوی نه لري.

پخوانی ولسشمر پر ټولو افغانانو ږغ کړي چي د خپلي خپلواکي او ملي حاکمیت د ټینګښت او د بشري حقونو ترلاسه کولو له پاره پر ملي ټغر راټول سي او په اتحاد او اتفاق سره د پردیو د دسیسو او ظلم پر وړاندي ودرېږي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د بشر حقوق کمېسيون مسئولين: په دغه ولايت کي د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ته د پاکستان او ايران څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ...