په دوبۍ کي د افغانستان د کرهڼیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل سو

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په دې نندارتون کي چي  پرون ناوخته پیل سوی دئ، ۱۵۰ هيوادونو ګډون پکښي کړی دئ.

نوموړي وویل، افغانستان په دې نندارتون کي د افغاني محصولاتو ۲۶ غُرفې لري.

هغه زیاته کړه، افغانستان په دې نندارتون کي فعاله حضور لري او دغه نندارتون درې ورځې نور هم دوام کوي.

د هغه په خبره، د ګلفوود نندارتون د کرهڼي وزارت د امریکايي پراختیايي ادارې او د سوداګرۍ وزارت په مرسته جوړ سوی دئ.

په دې درې ورځني نندارتون کي د افغانستان کرهڼيز توکي طبي بوټي، وچي او تازه مېوې او غالۍ نندارې ته اېښودل سوي دي.

د کرهڼي وزارت وايي، له دې نندارتون څخه هدف دا دئ، چي افغاني تولیداتو ته نړیوال بازار پیدا کړي.

x

دا هم وګورئ

ډونالډ ټرمپ د ولسمشر غني څخه د استادانو د خوشي کېدو په اړه مننه کړې ده

د امریکا ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کي د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو د ...