ډونالډ ټرمپ د ولسمشر غني څخه د استادانو د خوشي کېدو په اړه مننه کړې ده

د امریکا ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کي د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو د خوشي کېدو په اړه د ولسمشر غني څخه مننه کړې ده او په خپل ټیم یې ویاړکړی دئ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کي د طالبانو د بند نه د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو د خوشي کېدو په لړ کي د ولسمشر اشرف غني څخه مننه کړې ده او ویلي ئې دي چي دا د افغانستان د سولي پر لور پرمختگ دئ.

(د ولسمشر غني د زړه ور کومک څخه مننه کوم چي او پدی هیله چي دا به د سولې لپاره د اوربند په لور یو ښه پرمختگ وي چي دا اوږد جنگ ختم کړي. په خپل ټیم ویاړ کوم).

د ټرمپ څخه دمخه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د طالبانو له درو مشرانو سره د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو او ۱۰ افغان سرتېرو له تبادلې وروسته هیله ښودلې وه چي دا اقدام سولي ته لا ښه لاره برابره کړي.

د سیاسي چارو ځیني مبصرین تمه لري چي دغه وروستۍ تبادله به د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د بشر حقوق کمېسيون مسئولين: په دغه ولايت کي د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ته د پاکستان او ايران څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ...