کندهار ښار والي د زاړه ګمرک د دوکانونو مالکانو ته د ملکیت سندونه ورکړل

رپوټ: خالد همت

د کندهار ښار وال محمد رفیع حیات، د سه شنبې په ورځ د زاړه ګمرک د هغو دوکانونو مالکانو ته د ملکیت سندونه ورکړل، چي د ښاروالي له خوا ئې  دښار د احمد شاهي جادې په اوږدو کي پخواني دوکانونه استملاک سوي وه.
حیات له دغه دوکاندارانو څخه مننه وکړه، چي د ښار او ښاریانو له پاره ئې ملکیتونه استملاک کړل.

بلخوا د سودا ګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهیر دا یو ښه ګام وبلی، چي دغه کسانو د ملکیتونو نخ سندونه ورکړل سوه او تر څنګ ئې وړاندیز وکړ، چي د سرې جامع د سیمي د استملاک پروسه دي هم چټکه کړي.

ښاغلي زهیر، خوښي وښوده، چي کندهار ښاروالي احمد شاهي جاده په یو کوچني زون بدله کړې ده.

د دغه دوکاندارانو په استازیتوب، عبدالرحمن اغا وایي، که خلګ او په ځانکړی ډول قومي مشران له ښاروالي او ولایت مقام سره همکار وي، په هغه صورت کي به په کندهار ښار کي د هر ډول پرمختیایي پلان عملي کول ممکن وي.

د سوداګرۍ خوني رئيس له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه، چي له ښاروالي سره دي د اسمتلاک په پروسه کي همکاري وکړي، تر څو ښار ښکلا پیدا کړي او تر څنګ به ئې ترافیکي پېښي هم کمي سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...