ولسمشر غني: د هيواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي

د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هيواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي.

ښاغلي غني چي پرون ‌ئې په ټاکنو کي د خپل ټیم د بریا په اړه غونډه کي خبري کولې وویل، ژمن دی چي ټول افغانستان ته به سوله راولي.

ښاغلی غني وايي، ټاکل سوې، چي دوی په غیر معمولي چلند، جرئت، صراحت او فکر سره یوه نوي سیاسي چاپېریال ته ننوځي، اټکل دا دئ چي د افغانستان کثرت ‌پاله او پیاوړې ټولنه به طالبان جذب کړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چي له طالبانو سره هره معامله به د خلګو له سترګو پټه نه ‌پاته کيږي.

هغه طالبان یو ځل بیا ټاکنو ته راوبلل او ځیني وې‌غوښتل، چي د ټاکنو له لاري د قدرت د تمثیلېدو هڅه وکړي.

طالبانو بیا په ټاکنو کي د محمد اشرف غني بریا د ولس په سترګو کي “خاوري شیندل” بللي دي.

دوی په یوه خبرپاڼه کي ویلي “د جعلي ټاکنو” په نتیجه کي د محمد اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني او د سولي د رواني پروسې له محتوا سره په تضاد کي ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...