رپوټ: مهتمم صالح
د ولسمشر د مرستيال وياند دوا خان مينه پال سره په يوه ناسته کي د کندهار يو شمېر خبريالانو وويل، دوی معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وویل، ولايتي او نظامي ادارې ډېر وخت د معلوماتو په ورکړه کي ځنډ کوي او يا هم معلومات نه ورکوي.
دغه راز دوی زياتوي، خبريالان ډېر وخت معلومات د سرچينو په حواله خپروي، چي بیا د اړوند ادارو لخوا څارنوالۍ ته معرفي کيږي.
خبریالان وايي، محلي رسنۍ اقتصادي ستونزي هم لري، چي بايد دولت ئې د مالي تمويل په موخه اعلانات په متوازن ډول رسنيو ته ورکړل سي.
د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال وايي، دوی د خبريالانو ټولي ستونزي ياداښت کړي دي او د ولسمشرۍ ماڼۍ سره به ئې شريکي کړي څو د حل يوه لار ورته پیدا کړي.
دی وايي، هره اداره مسئوليت لري، چي رسنيو ته پر وخت معلومات ورکړي، نو په دغه موخه معلوماتو ته د نه لاس رسي ستونزه د ولايت مقام او نظامي ادارو سره شريکوي.
ډېري محلي رسنۍ دومره عايد نه لري، چي هر کال لوړه مايه ورکړي او يا هم جوازونه نوي کړي، د رسنيو مسئولين وايي، که په دغه برخه کي هم ورسره همکاري وسي، نو يو اندازه به ئې اقتصاد ښه سوی وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون