رپوټ: مهتمم صالح
نن په ولسي جرګه کي د کندهار يو شمېر استازو د رسنیو سره په خبرو کي وويل، دوی د کندهار محبس څخه ليدنه کړې او هلته د بندیانو قضيې څېړي.
د ولسي جرګې وکيل ګل احمد کمين وايي، د کندهار محبس ډېر په بد حالت کي دئ، ځيني کسان بې ګناه بنديان سوي دي، چي د ټولو بنديانو قضيې څېړل سوي او څلور سوه هغه بنديان چي د کندهار سپین بولدک پر لويه لار نیول سوي وه برات ورکړل سوی دئ.
دی وايي، نور به هغه کسان نه بنديان کيږي، چي جرمي ثبوت ونه لري.
د ولسي جرګې بلي غړي ملالۍ اسحاقزۍ وويل، د کندهار امينت ښه نه دئ، چي دلته هدفي وژني کيږي او تر څنګ ئې په ځينو ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړې کيږي.
دا وايي، د کندهار امنيت ۸۵ سلنه ستونزي لري.
د دې تر څنګ په ولسي جرګې د کندهار د خلګو بل استازي سيداحمد خادم وویل، دوی د کندهار ښار او ولسواليو د خلګو سره ليدلي دي او هغه ستونزي چي په ولايتي سطحه حل کېدلي دلته ئې حل کړي او هغه ستونزي چي په مرکز پوري اړه لري له هغه څخه ئې يو کلن پلان جوړ کړی دئ، چي په تدريجي ډول به کار پر کوي.
له دې مخکي د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکو ويلي وه، چي د ولسي جرګې وکیلان يوازي نمايشي کارونه کوي خو اساسي کارونه نه کوي.
دوی غوښتنه کول، چي باید وکيلان د کندهار اساسي ستونزو ته د حل لاره ولټوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون