د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال کي له ۳۵۰ زیاتي کوچنۍ او غټي شنې خوني جوړي سوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چي دا کوچنۍ او غټي شنې خوني د هيواد په مرکز او ولایتونو کي جوړي سوي دي.
د نوموړي په خبره، دا شنې خوني د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د کال په بېلابېلو موسمونو کي د بزګرو او برخه منو له پاره د خوراکي تنوع له پاره جوړي سوي، چي ډول ډول ترکارۍ پکښي کرل سوي دي.
دغه وزارت وایي چي د غټو او کوچنیو شنو خونو جوړول په ځانګړې توګه په غیر کرهڼیز موسم کي د اړتیاوو د رفع کولو ترڅنګ د تولید او عرضې د زیاتېدو لامل هم ګرځېدلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون