په ټوله نړۍ کي په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۱ زره کسانو او په چین کي یې هم چي د دغه وایروس د خپرېدو سرچینه ده، شمېر له ۷۰ زره تنو څخه اوښتی دئ.
په چین کي د دغه وایروس له امله د مړو سوو کسانو شمېر۱۷۷۰ تنو ته رسېدلی دئ.
د چین د روغتیا د ملي کمېسیون د شمېرو له مخي له درې ورځو وروسته چي په دغه وایروس د لږو کسانو د اخته کېدو راپورونه ورکړل سوي وه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کي شاوخوا ۲۰۵۰ نوي پېښي ثبت سوي دي.
د راپورونو له مخي په شاوخوا ۳۰ نورو هيوادونو کي هم له ۵۰۰ زیات کسان د کرونا په وایروس اخته سوي دي.
د کرونا د وایروس له امله په درو هيوادونو فرانسه، پیلیپین او جاپان کي درې تنه او یو هم په هانګ کانګ کي مړ سوی دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون