په بغلان کي د محصلانو ورځ په نیوکو سره ولمانځل سوه

رپوټ: نورګل اندړوال
د بغلان د اطلاعات او کلتور ریاست په مرسته یو شمېر محصلانو د محصل ورځ د یوې غونډي په ترڅ کي لمانځلې، خو په غونډه کي دمحصلانو پر ستونزو خبري لږ او اصلي موضوع دا ګرځېدلې چي ولي د دولتي ادارو او د علمي مرکزو مسئولینو په دغه غونډه کي برخه نه ده اخیستې.
دوی وايي ټولو دولتي ادارو ته یې کارتونه ورکړي وه، خو غونډي ته نه دي حاضر سوي .
محصلان د نیوکو په کولو سره  وايي چي د دولتي ادارو او علمي مرکزونو مسئولین دوی ته په هيڅ ډول ارزښت قایله نه دي او نه هم غواړي چي په داسي ورځو کي د دوی ترڅنګ و اوسي.
د بغلان پوهنتون محصلان د دولتي ادارو او علمي مرکزونو له مسئولینو څخه په کلکه غواړي چي د دوی ملاتړ دي وکړي او په هر اړخیزو برخو کي دي همکاري ور سره وکړي.
په غونډه کي ځوانانو  د نورو ستونزو ترڅنګ هم د دولت له خوا ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اسانتیاوو د نه برابرولو او د بېکارۍ له امله شکایتونه وکړل، دوی ویل، هر کال د هيواد له لېسو څخه په لسګونو زره زده کوونکي فارغیږي، چي لږ یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کي جذب او ډېر یي بېکاره پاته کیږي چي د کار په لټه کي روحي او اقتصادي ستونزی ګالي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...