قطر ته د مدني فعالانو او سياسي شنونکو د تللي پلاوي استازي وايي، له طالبانو سره يې د افغانانو غوښتني شريکي کړې او هغوى هم ژمنه کړې چي د بهرنيانو له وتلو وروسته له افغانانو سره خبري پيلوي.
د مدني فعالانو او سياسي شنونکو په دغه پلاوي کي اسماعيل يون، نظرمحمد مطمئن، فيض ځلاند، شفيع اعظم، خيرالله شينواری، ولي الله شاهين، اسدالله وحيدي، محمد نبي غوثي او نېک محمد نېکمل شامل دي.
دغه کسان د لړم پر ۱۷مه د قطر پلازمېني دوحې ته سفر کړی وو او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر او نورو غړو سره پنځه ورځي پرله پسې خبري اتري او ناستي درلودې.
په ياده خبري ناسته کي نظرمحمد مطمئن د امريکايي پوهنتون
استادانو او طالب زندانيانو د تبادلې د ځنډېدو لامل د امريکا له لوري د تازه
شرايطو وړاندي
کول ياد کړل، چي
مخکي له مخکي موافقه نه وه پر سوې.
هغه زياته کړه، د زندانيانو د تبادلې تړون په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ
لاسلیک سوی وو،
خو کله چي طالب زندانيان هغوی ته په داسي حال کي سپارل کېدل چي قطري الوتکه په باګرام زندان کي ورته ناسته وه؛
ناڅاپي امريکايي لوري د اوربند او بين الافغاني خبرو شرطونه وړاندي کړل چي طالبانو رد کړي دي.
خو په کابل کي د امريکا سفير جان باس نن ويلي چي د بنديانو تبادله په کابل او لوګر
کي د طالبانو د وروستيو بريدونو له امله ځنډول سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون