د امريکا سفير د هغي پرېکړي ملاتړ کړى چي له طالبانو سره يې د بنديانو د تبادلې پروسه ځنډولې ده

په کابل کي د امريکا سفير د ولسمشر غني د هغې پرېکړي ملاتړ کړى چي له طالبانو سره يې د بنديانو د تبادلې پروسه ځنډولې ده.
تېره اوونۍ ولسمشر غني اعلان وکړ چي په کابل کي د افغان امريکايي پوهنتون د دوو استادانو (يو امريکايي او يو اسټراليايي) په بدل کي د طالبانو درې مهم غړي چي يو د حقاني ورور انس حقاني هم پکښې دئ، خوشي کوي.
سرچينې وايي چي د درو طالب بنديانو د خوشي کولو پروسه په وروستيو مرحلو کي وه، نوي جامې ورکړل سوي وې، له کورنيو سره يې اړيکي هم نيولي وې او ويل کيږي چي له بګرام هوايي ډګره روان کړل سوي وه، خو په وروستيو شېبو کي دوى بيرته وګرځول سول.

د امريکا سفير وايي،  د بنديانو د تبادلې پروسه د لړم پر ٢١مه او ٢٢مه په کابل او لوګر کي د طالبانو د بريدونو په غبرګون کي ځنډول سوې ده.

په کابل کي د کورنيو چارو وزارت موټر په ځانمرګي بريد کي د ښوونځي د درو ماشومانو په ګډون ١٢ کسان ووژل سول او تر ٢٠ زيات ټپيان سول.

دغه راز په لوګر ولايت کي هم پر امريکايي ځواکونو ځانمرګى بريد وسو.

طالبانو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...