عبدالله عبدالله: که کمېسیون د رایو بیا شمېرنه و نه دروي دوی به يې په اړه نوري پرېکړي وکړي

ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رایو بیا شمېرنه او تفتیش ونه دروي، دوی به یې په اړه نوري پرېکړي وکړي.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۲۸ ولایتونو کي د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش ځنډېدلی بهیر پیل کړ، خو د تېر په څېر یو شمېر انتخاباتي ټېمونو په دې پروسه کي د نه ګډون پرېکړه کړې.

د ثبات او همپالني، سولي او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکتونو او د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا ویلي، نه یوازي دا چي په دې بهیر کي ګډون نه کوي، بلکي د رایو د بیا شمېرني او تفتیش پایله هم نه مني.

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله پرون په یوه خبري غونډه کي و ویل، دوی ته د کمېسیون ورکړل سوي جوابونه قانع کوونکي نه دي.

عبدالله عبدالله همدا ډول د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تورن کړ، چي د دولت جوړوونکي ټیم د ویاند په توګه عمل کوي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او دولت جوړوونکي ټیم د ښاغلي عبدالله څرګندوني رد کړې او په دې اړه یې د سندونو غوښتنه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...