رپوټ: مهتمم صالح
په جنوب کي د ۲۰۵ اتل قول د ځانګړو ځواکونو د روزنیز مرکز څخه په لومړي ځل ۲۰۰ تنه د کمانډو ځواکونو افسران، بريدملان او سربازان تر ۳ مياشتنيو زده کړو وروسته فارغه سوه.
په دغه اړه په جوړ سوو مراسمو کي د کمانډو ځواکونو عمومي قومندان ډګروال محمد فريد احمدي وويل، چي د هيواد په ټولو برخو کي د کمانډو ځواکونه پياوړي سوي او دا مهال په هرو عملياتو کي ښې لاسته راوړني لري.
دی وايي، دغه ځواکونو په تيرو څو ورځو کي د طالبانو له ۷۰ زندانونو څخه ۷۰۰ تنه هيوادوال ازاد کړي او د وسله والو مهم کسان هم يې وژلي دي.
احمدي پر وسله والو ږغ وکړ، چي نور جنګ پرېږدي او له افغان حکومت سره دي يو ځای سي.
د کمانډو ځواکونو د ۴ لېوا د ځانګړو عملياتو قومندان ډګرمن همراګل وويل، فارغه سوو ځواکونو ته يې بېلابېلي عملي او نظري زده کړي ورکړي، څو دوی ښه عملیات وکړي.
بلخوا فارغ سوي کسان هم وايي، دوی ښه روزل سوي دي او کولای سي په هر برخه کي ځانګړي عمليات وکړي.
د دې تر څنګ د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان ځينو ځواکونو ته د دوی د ښه عملياتو کولو په خاطر نغدي پيسې ورکړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون