د کمېسيون مشري حوا علم نورستانۍ خبريالانو ته وویل، چي دا پرېکړه یې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره د موافقې له مخي کړې ده.
حوا علم نورستانۍ وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه ځلي خبرو او بحث وروسته د رایو د بیا شمېرني او تفتیش بهیر له سره پيلوي.
هغې له ټولو ټاکنیزو ډلو او څارونکو غوښتنه وکړه چي د شفافو پایلو د اعلان له پاره مرسته ورسره وکړي.
حوا علم نورستانۍ وویل چي د ۲۶۲ ټاکنیزو محلونو ۱۳۹۴۹ رایي به چي د بایومېټریک معلوماتو پر اساس د رایي ورکولو له پاره له ځانګړي وخته بهر ثبت سوي وڅېړي او که ثابت سوه چي تقلب سوی، نو بې اعتباره به يې اعلان کړي.
هغې ټینګار وکړ چي یوازي د بایومېټريک معلوماتو پر اساس ثبت سوي رایو ته اعتبار ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون