د فرانسې حکومت تائید کړه چي د روسیې او اوکراین ولسمشران به راتلونکي میاشت مخامخ سره و ویني.
د فرانسې د حکومت په وینا، پاریس به راتلونکې میاشت د اوکراین په اړه د څلور اړخیزي غونډي کوربه وي.
په غونډه کي به پر هغو پرمختګونو خبري وسي چي د منسک د توافق پر اساس یې اټکل سوی وو.
په پاریس کي د اوکراین په اړه غونډه د ډيسېمبر پر ۹مه جوړېږي.
د روسیې او اوکراین ولسمشران، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي به مخامخ د فرانسې د ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل په حضور کي د اوکراین د ختيځو سیمو پر امنیتي وضعیت هم خبري وکړي.
روسیې په ۲۰۱۴م کال کي د کرېمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له خپلي خاوري سره الحاق کړه.
له هغه راهیسي روسیه د اوکراین په ختیځ کي د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چي د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېږي.
د بېلتون غوښتونکو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ په نښتو کي له هغه راهیسي ۱۳ زره کسان وژل سوي دي.