ولسمشرغني د وړاندي سوي تحصیلي نصاب سرچینې ضعیفي وبللې

ولسمشرغني، د وړاندي سوي تحصیلي نصاب سرچینې ضعیفي وبللې  او پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، وې ویل چي اکاډمیک بنسټونه باید د ملي یووالي ممثل وي او فارغان یې د هيواد له اساسي قانون څخه بنیادي درک ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کي راغلي چي د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د هيواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصاب د پرانیستي په مراسمو کي ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کي چي په چهارچنار ماڼۍ کي جوړ سوي وه، غني د هيواد د تحصیلي نصاب د بیا کتني په برخه کي له دخیلو بنسټونو مننه وکړه او وې ویل، د بشري پانګي ایجادول اساسي او مبرمه مسئله ده.

جمهوررئیس غني د پوهنتونونو او ټولو علمي مرکزونو د کیفیت پر ارتقا ټینګار کړی او ویلی یې دي چي په وړاندي سوي تحصیلي نصاب کي منابع ضعیفي دي او باید لوړو زده کړو وزارت له نورو وزارتونو او ادارو سره په ګډه د تحصیلي نصاب د پیاوړتیا له پاره رغوونکی بحث پیل کړي.

هغه ویلي چي د ظرفیت جوړولو مرکز دي پوهنتونونو ته ولېږدول سي تر څو د مسلکي کادرونو د تربیې یوه واحده منبع و اوسي.

 دغني په وینا، د کیفیت او کمیت ترمنځ تعادل وجود نه لري او په راتلونکو کلونو کي دي د کیفیت پر لوړولو تمرکز زیات سي.

د دغو مراسمو په پای کي ولسمشر غني په داسي حال کي چي یو شمېر دولتي چارواکي هم ور سره وه، د هيواد د پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونه پرانیستل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...