وسله والو طالبانو د خپلو درې غړو او افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د تبادلې د ځنډېدو پړه پر امریکا اچولې ده.
طالبان وايي، امریکايي لوری تېره اوونۍ نه دئ توانېدلی، چي دغه تبادله د افغانستان په کوم ځای کي وکړي.
د دغه ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد ځینو رسنیو ته ويلي چي د بندیانو تبادله د اوس له پاره ځنډېدلې ده.
په دې اړه زیات جزئیات نه دي ور کړل سوي او نه هم امریکايي لوري تر دا مهاله په دې اړه تبصره کړې ده.
طالب سرچینو د رویټرز او اسوشيېټیډ پريس خبري اژانسونو ته هم ویلي، چي انس حقاني او دوه نور لوړپوړي طالبان بیرته د بګرام زندان ته انتقال سوي دي.
لا معلومه نه ده چي دغه تباله به کله او چیري وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون