د ټاکنو د پايلو ځنډ پر سوداګرۍ منفي اغېزې کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح

د ټاکنو څخه څه کم دوې مياشتي کیږي، خو لاهم پايلي نه دي معلومي سوي او د نوماندانو جنجالونه هم ورځ تر بلي ډېريږي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهير وايي، د ټاکنو د پايلو ځنډ پر سوداګرۍ منفي اغېزې کړي او سوداګر نه غواړي په داسي حالاتو کي دلته پانګونه وکړي.

دی وايي، هغه سوداګر چي پانګونه به يې کول پیرېږي تر څو حالت له دې خراب نسي او سرمايه یې له لاسه ونه وځي، نو ځکه يې خپله سرمايه نورو هيوادونو ته انتقال کړې او هلته پانګوني کوي.

د زهير په خبره که دولت غواړي، چي سوداګر په افغانستان کي پانګونه وکړي، د هغوی او سرمايې امنيت دي خوندي کړي.

بلخوا اقتصاد پوهان وايي، هر پانګوال چي پانګونه کوي، د خپلي پانګوني راتلونکی څېړي، چي له سياسي او اقتصادي بحران سره مخ نه سي، خو که دلته سياسي مخالفتونه موجود وي او ټاکني له ځنډه سر مخ وي دا خپله يو سياسي بحران دئ، چي پانګوال نه غواړي خپله سرمایه په خطر کي واچوي، چي ورسره خلک هم بې کاره کيږي.

د ټاکنو د ځنډ یو لامل هم د نوماندانو تر منځ مخاليفت او د ټاکنو د پايلو نه منل دي، چي هر ځل ټاکني له ځنډ سره مخ کوي او يا هم دوهم پړاو ته اوړي. شاوخوا پنځه کاله مخکي هم د ټاکنو پايلي د نه منلو په خاطر په مياشتو مياشتو ځنډې

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...