راپور: اجمل وصال
په همدې خاطر ولایت مقام کي د یوې جوړي سوي غونډي پرمهال د روزګان والي اسدالله سعید په افغانستان کي د قطر هیواد د سرې میاشتي د خیریه بنسټ د راغلي مرستیال احمد عثماني او د دوی له هیواده مننه وکړه، چي روزګان سره یې د دوه لکه ډالرو په ارزښت مرسته کړې او درسي مواد یې تر یاد ولایت پوري رارسولي دي.
سعید وایې، روزګان جګړه ځپلی، د پرمختګ څخه بې برخي او د بېلابیلو ستونزو سره مخ ولایت دئ، چي له امله يې تر ۹۵ سلنه زیات اوسیدونکي د تعلیم له نعمته بې برخي دي.
والي و ویل، دغه ولایت نه یوازي د پوهني په برخه کي لاسنیوي ته اړتیا لري، بلکي د روغتیا، بیا رغوني، کرهڼي او په ځانګړې توګه د بېوزلو لاس نیوي ته زیاته اړتیا سته.
هغه د قطر خیریه بنسټ څخه د دې امله هم مننه وکړه، چي مرسته سوو سیمو ته خپله ځي او مرسته سوي توکي د وېش مسئولیت پر غاړه اخلي.
د روزګان د پوهني ریاست رئیس میرزامحمد سالاري هم د قطر سرې میاشتي څخه مننه وکړه، چي د پوهني ریاست سره یې د دوه لکه ډالرو په ارزښت د درسي موادو او یو شمېر نورو وسایلو مرسته وکړه.
سالارزی وایي، وروستیو جګړو د دغه ولایت معارف سخت زیانمن کړی، چي له امله یې د ښوونځیو ودانۍ ویجاړي او زده کوونکي بي ځایه سوه.
هغه وایي، دغه درسي مواد به د مرکز ترینکوټ او د یو شمېر ولسوالیو پر پنځه ښوونځیو و وېشل سي.
په افغانستان کي د قطر د سرې میاشتي مرستیال احمد عثماني و ویل، دوی تر دې مخکي په ګڼو ولایتونو کي د پوهني او یو شمېر نورو برخو کي بېلابیلي مرستي کړي، چي دا ځل د روزګان پوهني ریاست اړوند پنځو ښوونځیو له پاره یې د دوه لکه ډالرو په ارزښت توکي رانیولي او راوړي یې دي.
عثماني و ویل، په مرسته سوو پیسو یې د روزګان لرو پرتو سیمو پنځو ښوونځيو له پاره ۳۸ خېمې، ۵ کانټېنرونه، ۵۴۸ پایې دوه کسیز مېزونه او چوکۍ، ۹۵۰۰ ټوکه درسي کتابونه، ۴۵۰۰ ټوکه کتابچي، ۱۵۰۰۰ قلمونه او پينسلونه او څه باندي ۳۰۰ بستې رانیولي او تر یادي ادارې پوري یې رارسولي دي.
هغه و ویل، دغه درسي مواد به د راتلونکي ښوونیز کال د پيل سره سم د دوی له خوا رسماً پر ښوونځیو و وېشل سي.
تردې مخکي هم قطر د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو سره په بېلابیلو برخو کي مرستي کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون