په چين کي د افغانانو ترمنځ د سولي خبرو ته چمتووالی د بشپړېدو په حال کي دئ

د سولي په چارو کي د افغانستان د دولت وزارت وايي، په چين کي د افغانانو ترمنځ د سولي خبرو ته چمتووالی د بشپړېدو په حال کي دئ.

د دغه وزارت له خوا په یوې خبرپاڼه کي راغلي چي د سولي په چارو کي د دولت وزير عبدالسلام رحيمي په کابل کي د چين له شارژدافير وانګ داکسو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کي د چين استازي په بجینګ کي د سولي د خبرو له پاره د نيول سوي چمتووالي په اړه معلومات وړاندي کړل.

ده وويل: ((هڅه کوو د بېجينګ ناسته د افغانستان د سولي په بهیر کي مرسته وکړي او د دغه هيواد دولت د چمتووالي په برخه کي اړين اقدامات وکړي.))

د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولي په چارو کي د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د بېجینګ ناستي په ښه توګه جوړېدو له پاره د چمتووالي نیولو او ښو پایلو ترلاسه کولو له امله مننه کړې او د دې ناستي د چمتووالي د بهير پر چټکتيا ئې ټینګار وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي چي په دې ناسته کي د ګډون له پاره يې د پلاوي ليست له چين سره شريک کړى، خو تر اوسه د دغه ليست جزئيات نه دي په ډاګه سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...