راپورونه

ولسي جرګه وایي چي د سولي بهیر د بریا له پاره اوربند یوه حتمی خبره ده

د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسي جرګه هم وایي چي د سولي بهیر د بریا له پاره اوربند یوه حتمی خبره ده. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکراتو د بیا پیلېدو په هکله د خبرو او بحثونو په ګرمېدو سره جوخت د افغانستان ولسي جرګه هم پر اوربند ټینګار کوي. د دې جرګې ...

Read More »

په کندهار کي وچه مېوه تر پروسږ کال ارزانه سوې ده

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د وچي مېوې خرڅونکي وايي، د کندهار وچه مېوه بهرنیو هیوادونو ته نه صادريږي، نو ځکه ډېره ارزانه سوې ده. دوی وايي، پروسږ کال به يو کندهاری من کشمش د اته سوه څخه تر زر افغانیو پوري خرڅېدل، خو اوس هغه کشمش له دوه سوه څخه تر څلورسوه خرڅيږي. د دوی په خبر په ...

Read More »

په ننګرهار کي د داعش ۱۱ وسله وال په هوايي بريد کي وژل سوي

د ملي دفاع وزارت وايي چي په ننګرهار کي د داعش ۱۱ وسله وال په هوايي بريد کي وژل سوي، بلخوا ځايي چارواکي وايي، لسګونه داعشي وسله وال له ښځو او ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم سوي دي. د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي پرون د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کي ...

Read More »

په کندهار ښار او یوولس ولسواليو کي د پوليو د واکسين څلور ورځنی کمپاين پیل سو

رپوټ: خالد همت په کندهار ښار او یوولس ولسواليو کي د پوليو څلور ورځني کمپاین پیل سو، چي په دې ځانګړي کمپاین کي به  ټولټال  ۴۴۲۲۸۸ د هدف وړ ماشومانوته ګوزڼ ضد څاڅکي تطبیق کړي. د کندهار د عامي روغتیا سرپرست رئیس موسی جان سلطاني وایي، په کندهار ښار او ۱۱ ولسوالیو کي به دا کمپاین د څلورو ورځو له پاره وي او دوی غواړي ...

Read More »

د راتلونکي لمريز کال له پیل سره به کډوالو ته د مځکو ورکولو د وېش لړۍ پیل سي

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ته له شاوخوا څوارلسو ولايتونو او د کندهار د نا امنه ولسواليو څخه داخلي بې ځایه سوي راغلي دي او دغه راز د سپین بولدک له لاري د پاکستان څخه هم بیرته راستنېدونکي کډوال راځي، چي اوس په دغه ولايت کي لسګونه زره کورنۍ داخلي بې ځایه سوي او بیرته راستانه سوي ژوند کوي، چي دلته ...

Read More »

د افغانستان د سولي په پروسه کي ډېرو هیوادونو ځان شامل کړی دئ

وروسته له هغه چي په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د غير رسمي خبرو او ناستو راپورونه ورکړل سوي، اوس هلته يو ځل بيا هڅي ګړندۍ سوې او نور هيوادونه هم په دې پروسه کي داخل سوي دي. څو ورځي دمخه د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد کابل ته له سفر وروسته قطر ته ولاړ او هلته يې ...

Read More »

اوچا: سږ کال څلور لکه افغانان له خپلو سیمو بېځایه سوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چي د سږ کال وروستيو جګړو له امله نږدې څلور لکه افغانان بېځايه سوي دي. د اوچا له خوا په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، په افغانستان کي د روانو جګړو له امله سږ کال ٣٧٥۰۰۰ درې لکه پینځه اویا زره ٨٠٠ افغانان په افغانستان کي دننه له ...

Read More »

کندهار امنیه قومنداني: موږ شپږ کسان د وسله والو طالبانو په تور نیولي دي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د امينه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي، دوی شپږ کسان يې د وسله والو طالبانو په تور نیولي دي. بارکزی وايي، په دغه کسانو دوه یې غلچکي بريدګر دي، دوه يې ماين ښخوونکي او دوه جنګي طالبان دي، چي د امنيتي ځواکونو سره يې مخامخ جکړه کول. د امنيه قومندانۍ وياند وايي، د دغه ...

Read More »

حوا علم نورستانۍ: ډېر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي. مېرمن نورستانۍ پرون وویل، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کي د رایو د بیا شمېرني او څېړني له بشپړېدو وروسته به د لومړنیو نتایجو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي. د نوموړې په وینا په دې دوو ...

Read More »

په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي د ايران د بهرنيو چارو و له وزیر سره ليدلي دي

په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په تهران کي د ايران د بهرنيو چارو و له زير جواد ظريف سره ليدلي دي. د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په استول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله. هغه ...

Read More »